که را ځې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51515
غ – فا ر
دخبریدو نیټه : 2012-09-17

 

ستا را تلوته ا نتظا ر يم که را ځې
د کلو کلو بيما ر يم که ر ا ځې

پررا تلود ي بېړه و کړه مروري
زه به هم سترګي پرلاريم که را ځې

هره ورځ مي لکه توره شپه تېريږي
ستا له هجره پرانګا ريم که را ځې

توري توري شپې مي ډ يري سبا کړی
د نا خوا لوپهره د ا ريم که را ځې

چي بها رمي د خزا ن په با د رژيږي
له د ښمن د وسته ازا ريم که راځې

د اونيو پرځای ميا شتي تيري شولې
په خپل کورکي نا قراريم که راځې

زه دي مينه د بها په بيه غو ا ړم
ستا د وصل منت با ريم که راځې

هر قد م دي پر لېمو وړم تر منزله
زه له جنګه څخه بېزاريم که راځې

فاردي غواړي لکه وې چي برقراره
سو لي ستا به خد متګا ريم که راځې