غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51732
احمدشاه
دخبریدو نیټه : 2012-10-08

سپرغی د هیلو وریدلی دهجران کوڅه کی دوصال ستوری شو روښانه د ارمان کوڅه کی ستا د یادونو په مزار چی ډیوی مړی شی کله کاروان د اوښکو می روان شی د ګریوان کوڅه کی د احساس تندی می د زړه ورشو ته ورخ کړی نن ځکه دا للمی لمدومه د باران کوڅه کی د زړه هینداره می د شک په لوګو خړه وی تل دقناعت مشال بلومه د ګمان کوڅه کی دزړه په ځمکه می پیدا نه کړه رښتینی مینه اوس لټومه پاکه مینه د اسمان کوڅه کی مات به نه کړی زه یی مخ ته لکه غر ولاړ یم دوخت نادودی څملومه د امکان کوڅه کی