غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51757
محب الله ښېراز
دخبریدو نیټه : 2012-10-09

دا زما د میني سوال دی مړه ګوره راته ستا د حسن جنجال دی مړه ګوره دا ته څه کړې چې دي ټول عاشقان کړي در پسې د دوی وبال دی مړه ګوره د بیوزلو پرحال وکاندئ رحمونه ستاسو ژوند خو ډیر برحال دی مړه ګوره د ټیکري دڅاک لوېدو سره مي ژوند کړي دا خو ستا د زني خال دی مړه ګوره د خوشحال فلسفه موږ له خپلول دي کړی نقل یې اقبال دی مړه ګوره د ښېراز هیلی دی مراندي مراندي کړلې اوس تېر شوی پکي کال دی مړه ګوره