ملالې يوسفزۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51797
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2012-10-12

که ساقي خپله شراب څکي ګنهګار دی خو مفتي هم زموږ وينه څکي خونخوار دی بيا يې توره راويستلې سترګې سرې دي خدايه خير کړې ظالم بيا خمار خمار دی خزانو باندې يې وږي ټول ماړه شول خو پښتون چې په کې خوار دی نو لا خوار دی ټول ولس يې پرې يو يو له ستوني تېر کړ د پاچا صاحب لستوڼي کې ښامار دی د اټک ځواني ليلا نه ده خوړلې د خپل قام په درد ولا چې سخت بېمار دی