اختره زړه کی می ګیلی ډیری دی
ستا انتظارکی می اسرې ډیری دي
ځولی دګلو مې درنه غوندی شوه
دیار دزلفو سلسلی ډیری دي
امید دزړونو د رازونو ته یی
ستا له راتلو سره وعدی ډیری دي
غوټی غوټی خندا دشوڼډو ښکاري
پرتی په ژبو کی نغمی ډیری دي
پیغلو لاسونه درته سره راوړي
په سر دمینی لوپټی ډیری دي
راځه،راځه په ما هرکله راشې
تاکی دهیلو زرغونې ډیرې دي