بس دی سګرتی نور یی نه څښمه
شومه لیونی نور یی نه څښمه
د ځوانۍ عمر مې خزان شو
تیر مې شو سپرلی نور یی نه څښمه
یو سودایی له مانه جوړ شو
شومه پیریانی نور یی نه څښمه
په لاره ځم هسی ځنګیږم
شومه وچ لرګی نور یی نه څښمه
په سل مرضو یی اخته کړم
خورمه خپل زړګی نور یی نه څښمه
خپل او خپلوانو ته بدرنګ شوم
ښکارمه پردی نور یی نه څښمه
حفیظ ملیاره رنګ مې تور شو
شومه سپیلنی نور یی نه څښمه