کيسه ددرد درنه له سره نه شي
خولې ته مې را دزړه خبره نه شي
ستا په نظر کې برسيرنه مينه
په ټوکو ټوکوکې ژوره نه شي
ترې به راوښوېږي راز، مه ژاړه
لنده دزړه درنه ډبره نه شي
جنګ ته نازکه حيا مه رابوله
جذ به دعشق پرې زوروره نه شي
له غمجن زړه پرته درځمه اشنا
ستا خوشحالي چې له نظره نه شي
(حسنه) مه تراشه په سوز لفظونه
سانده دزړه درنه سندره نه شي