زما د ژوند ارمانه يا د وم به دې
لوی افغانستانه يادوم به دې
ځط د ډيورنډ د ظلم کرښه ده
امونه تر بولانه يا دوم به دې
تن نه که جلايي قلب جلا نه دی
زما پښتونستانه يادوم به دې
زه لکه حافظ در پسې ړوند يمه
زما د درد درمانه يادوم به دې
جار له ميړنو حفيظ مليار شمه
خوشحال او ملنګ جانه يادوم به دې