سرچپه حالات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52013
ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2012-11-03

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

ورور يــــې نه بولم پوهېږم چـــــــــي قاتل دي زمادسر
که هرڅومي ســــــــکـــــــــــــــــــَنَيْ وي ددې عصر برادر
(۱)هريو نفسي نفســــــــي وايې يولـــــــه بله دي بيزار
ورښکاره کړ ودنياته مـــــــولا عکــــــــــس دمحشر
(۲)نن زموږ دکلي خلګ خرڅوي ديـــــــن او ايمان
خـــــــــــــــــــوتردې نادره داده چي يې نسته سوداګر
(۳)سرچپه حالات روان دي داګــــــــــړَي اودازمان
چي هرڅونه هنــــــــــــــــرمندسي، سي هغونه بې هنر
(۴)دښادۍ تعليم دي وکړي پرمختللي ددې وخت
چــــــــــــــــي هرڅوسي باسواده سي هغونه سپېره خر
(۵) زړه ور زړه ور ځـــــــــــــمه په څېړنه کښي پرمخ
واقـــــــــــــــــــــــــــــــــعــــات بيانومه ځکه يمه دلاور
(۶)چــــــــي ګنا ه ته ګنا ه وايې ترتا نسته ګنهګار
ته دښمن دپرمختـــــــــګ يې چي ګنا ه بولې ضرر
(۷) که په ســــــــمه نظروکړې زماولوري ته يوځل
بيابه کړې ته بې اختياره ابوالـــــــــفضل دزړه سر