جانانه راته غوږ شه بس له ځان نه می ګیله ده
دخپلی غریبی څيری ګریوانه می ګیله ده
نه تا ملامت ګڼم نه رقیب می زوروردی
دخپل ویده تقدیر او د زمان نه می ګیله ده
ځوانی می شوله تیره انتظار می ختم نه شو
دښکلو او پی مخو د هجران نه می ګیله ده
نصیب دی زما خوار شی چی یی دا رنګه پیدا کړم
قسمت می مروردی له اشنا نه می ګیله ده
ځوانی دی خزان یو شه چی زما په زړه خبر شی
داستا پر مخ د زلفو له توپانه می ګیله ده
باڼو دی که نشتری زما دزړه کوریی راوران کړ
غریب نوزادی وایی بس دا ستا نه می ګیله ده