هغه څوک چی د واحد خدای بندګان دی
په دنیا دوی غرض نکړی ملنګان دی
ملنګان په ناداری کی پاچهی کړی
د الله په مینه مست دی لیونیا ن دی
لیونتون خو د هرچا د وسه نه شی
پاچهان ورته تسلیم دی صادقان دی
که دی سر د لوی پاچا دربارته تیټ کړ
نوزادی وایی تاته ټیټ نور پاچهان دی