په چم مالت کې به تیارې زموږ رڼا شي که نه
دغم او ویر نه ډکې شپې به مو سبا شي که نه
چې په سلګیو يي تیروو هیڅ نه تیریږی خدایږو
په تمه ناست یوچې سکون خوبه بیا را شي که نه
داسې وجود مې پیدا نه کړ چې پرهر پرې نه وی
درمل يي ورک دی چې زخمو لره دوا شي که نه
نه ګودرونه شته په چم کې نه د پیغلو بنډار
ها خوندور مازیګرې خو به بیا را شي که نه
نه هغه بنګ شته چې خمارکوخپل نیمګړې بدن
نه میکدې شته چې مو درد وغم دوا شي که نه
نه د شپیلۍ اواز د غرو نه د باغچو نه وځي
ژبي ګونګۍ دي دا اواز به څنګ پیدا شي که نه
په شنو باغونو مو خزان له کومې خوا و لګید
خدای خبر دا مړاوی ګلان به زرغون بیا شي که نه
نه موحجري نه ټنګ ټکور نه محفلونه شته دی
نه شمله ور شته چې پرې جوړه دا ښکلا شي که نه
واک مې د ګل د کروندي نشته چې ګل وکرم
په انحصارکې به دا وران باغ جوړ زماشي که نه
دا تورتمونه او غمونه خو به روک شي اخیر
که د میرویس مومند قبوله دا دعا شي که نه