راښکاره شه خدای دپاره زما زړه چوي
بې له تانه خپله ياره زما زړه چوي
هغه خدای دی چې يوازې دی يو ذات دی
بې ريباره بې اغياره زما زړه چوي
دستا مينه خو د مور په شان خوږه ده
چې راياد شې ننګرهاره زما زړه چوي
د انار په څېر سور شوی پړسېدلی
ستا په حال نور کندهاره زما زړه چوي
راته ووايه چې څه زما ګنا ده
ګنې وګوره تر داره زما زړه چوي
د توتانو د څنډلو ځوانان نشته
دلته مه راځه بهاره زما زړه چوي
دا مستي او بغاوت زما فطرت دی
خاموشۍ کې په قراره زما زړه چوي
اوس ډاډه لکه پخوا ورتللی نه شم
چې اټک ته ځم په لاره زما زړه چوي