پښتو ته رايه (ووټ) ورکړئ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52191
سهاک
دخبریدو نیټه : 2012-11-18


د پښتوټلوېزيون يوه بله نړيواله وياړنه
پښتو ټلوېزون يو کورنيزاو ولسي چېنل دى چې ٢٤ساعته بېلابېلې کلتوري، ټولنيزې، ښوونيزې، سياسي، تفريحي او روزنيزې خپرونې خپروي.
دا هغه ولسي او کورنۍ هنداره ده چې په زړه پورې خپرونو وړاندې کولو سره يې د کلتوري او مستندو خپرونو ټولګې ٢٥ چېنلو او١٢٠ نړيوالو چېنلو پمنځ کې د ستوري په شان وځلېد، د ٢٠١٢ کال يوټلسټ ټيوي جايزې ته چې پخوا هاټبرډ جايزه نومېده نوماند شو.
د پښتو ټلوېزون درنو اغليو او ښاغليو لېدونکو
پښتو ټلوېزون چې د پښتو ژبې او کلتور ته وده ورکوونکى چېنل دى او دا دى د ولس د خوښې جايزې ګټلواوسيالۍ ډګرته يې رادنګلي دي، چې د خداى په مرسته او ستاسې په رايه (ووټ) به يې د ګټلو بريا په برخه کېـږي.
دا چې ستاسې ددغه خپل ټولنيز، ښوونيز، سياسي اوتفريحي چېنل بريا اوسرلوړي د ګرد پښتون قام پښتو ژبې اوپښتني کلتور بريا اوپرمختګ دى نو رايه (ووټ) ورکړئ.
که ستاسې درنو او ښاغليو مينه والو رايه يې ملګري شي نو د ولس د خوښې جايزې ګټلو وياړ به يې په برخه شي. د دې ګټلو لپاره هيله ده،  دې لينک ته لاړ شئ
http://www.eutelsattvawards.com/voting/country/AF
 
او ګلابي رنګې د ووټ(VOTE)  تڼۍ ته ټک يا کليک پرې وکړئ، تاسو ته به وويل شي د ووټ ورکولو څخه مننه، او تڼۍ به خړ رنګ شي.
تاسو له همدا اوسه تر ٢٢ د نومبر پورې رايه (ووټ) ورکولى شئ، يوازې ٥ ورځې پاتې دي، نو بيړه وکړئ همدا اوس خپله رايه (ووټ) ورکړئ.
په پښتنه مينه او مننه