غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52198
فريد احمد تسکين
دخبریدو نیټه : 2012-11-18


څه مې ګنا وه چې زما د زړګي زور دې واخيست
لکه چنار د خپل ښايست له اوره اور دې واخيست
د مينې پانګه به دې بل چېرې پکار کړې وه
راغلې په ټول ښار کې زما د زړګي کور دې واخيست
خدای ج دې برغولی کړه بيلتونه د سرکي تناره
زما نظر زما د دواړو سترګو تور دې واخيست
زما غزل چې سندريز شي نو مستي پيدا کړي
داسې دې شرنګ پيدا کړ ياره داسې شور دې واخيست
د خدای ج نيک بخته څومره لوی بار ته اوږه دې ورکړه
په کرکه خېلو کې زما په تهمت تور دې واخيست
هله ور غږ کړه ساقي جان ته چې تسکين شې يخ شې
د زړه په ډډه باندې غرونه غرونه اور دې واخيست
۱۳۹۱/۸/۲۲
ژوند اف ام راډيو ــ پکتيا