غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52261
احمدجان نوزادی
دخبریدو نیټه : 2012-11-24


کاشکی ترتاوګرځم تر تا ځان صدقه کړمه
جوړه په هر پوله د پردیو هدیره کړمه
پری ږدمه تاریخ یو ځل بیا صفحه رنګینه کړم
زما ښکلی تاریخه بله کرښه دی زرینه کړم
شنډی دسیسی زه تورمخو د ښمنانو کړم
پاکی دارنګینی اوښکی زه د یتیمانو کړم
توره دی ژړتذی کړمه یادونه تازه کړمه
ستا په هر لویشته باندی وینه صدقه کړمه
دری رنګه بیرغ دی هسک د هر کلی په خوا کړمه
سوله ورورولی دی د هرکور سره پخلا کړمه
وسوځم لمبه شم له تا ځارخپل سر او مال کړمه

ای خوږه وطنه تا به کله بیا ګلزار کړمه