زړه می د ستا د عشق بندیده پری پوهیږی که نه؟
ظا لیمه ټول زخمی زخمی ده پری پوهیږی که نه ؟
دستا په ستر ګوکښی تنها خود غرضی وینمه
زما ریښتینی عا شقی ده پری پوهیږی که نه ؟
ته چی ږدی ګام په هرلا ره زه د پل په پله ږدم
دا مجبری زما د زړه ده پری پو هیږی که نه؟
له نا روا ا و میقد و نه شرا ب ولی څښی؟
زما په خلو کی یی بیا له ده پری پوهیږی که نه؟
که د زم زم په ابو لامبی ګرانه زه به یی دروړم
زما په سترګی کښی چینه ده پری پوهیږی که نه
ته می په زړه او به رګوکښی لکه وینه ګرزی
طبیبه دا می بیماری ده پری پوهیږی که نه؟
خدای سته لالیه هسی ما زی په نامه طبیب یی
ستا له دا رو زما بهتره شاعریده پری پوهیږی که نه؟
بس که نوریی قلم کیږ ده نور څه مه پری لیکه
قلم دی سم په ژړیده ده پری پوهیږی که نه؟