دعباس د زوی عبدالله په روایت پیغمبرصلی الله علیه وسلم دلسمې په ورځ کې روژې اړوندوفرمایل : « کوم چې په دی ورځ روژه ونیسی نودلسوزروحاجیانو، عمره کونکو، شهیرانو، اوملکوثواب به الله پاک ورپه برخه کړی ، ملګروررضی الله عنهم وویل : ایا دا ورځ له هغوورځوڅخه ده چې د زیات درنښت څخه برخمنی دی ؟ پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : هو، الله پاک اسمانونه ، مځکې ، غرونه ، سیندونه ، لوح ، قلم ، ادم ، حوااوجنت به همدغه ورځ کی هستولی دی ، حضرت ابراهیم علیه السلام په همدغه ورځ زیږیدلی دی اوپه همدغه ورځ یی پرنمرودبری موندلی دی ، ابراهیم دخپل زوی اسماعیل په قربانولوپه همدغه ورځ ګمارل سوی دی ، حضرت موسی علیه السلام اوځپل شویوبی اسرائیلوپه همدغه ورځ دفرعونه له ستمونوخلاصون ومونداوفرعون دقلزوم په سیندکې غرق شو، حضرت یونس علیه السلام دماهی له نس څخه به همدغه ورخ راوایستل سو، دادم علیه السلام اوداودتوبی په همدغه ورځ منلې شوی دی ، سلیمان علیه السلام ته په همدغه ورځ بیرته باچاهی ورکړل شوه ، حضرت عیسی علیه السلام په همدغه ورخ په بیت اللحم کی سترګی پرانیستې ، حضرت ادریس اوعیسی هم اسمانونوته په همدغه ورخ پورته شول اوپای دقیامت ورځ په هم په همدغه ورخ منځته راځی» .
دلسمې ورځې دنومونی لامل دځینوپوهانوله انده دادی چې دادمحرم الحرام میاشتې لسمه ورخ ده خوځینی نوراسلامی پوهان یی بیاپه دغه نامه دنومونې دابولې چې په همدغه ورځ کې لسوپیغمبرانوته لس بیلابیل امتیازات ورپه برخه شوی دی.
دلسمې ورځې لمانځنه په انسانی تاریخ کې اوږده لرغونتیالری، یهودانواونصرانیانوخوداورځ په دې لمانځله چې دجضرت موسی علیه السلام پردښمن باندې دبریالیتوب اودحضرت عیسی علیه السلام دزیږیدنې اواسمان ته دپورته کیدنې ورځ ده ، مشرکانوهم داورځ ځکه لمانځله چې دادحضرت ابراهیم دزیږیدنې ورځ وه اوهغوی خوخپل ځانونه دحضرت ابراهیم لارویان ګڼل ، داسې معلومیږی چې ددې ورځې لمانځنه به بیخی دحضرت ادم علیه السلام له مهاله راپیل شوې وی ، ځکه داورځ دحضرت آدم اوحوادپیدایښت ، مځکی ته دهغوی دراکښته کیدواودهغوی دتوبودقبلولوورځ ده ، نوڅرګنده ده چې دحضرت ادم علیه السلام مریدانواوامتیانوبه داورځ دیوی سپیڅلی ورځی په توګه لمانځلی وی .
دمحرم الحرام میاشتې لسمه دیوې بلې سترې اوزړه بوږنوونکی پیښی شاهده هم ده ، چې هغه داسلام دسترلارښودحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دګران اوزړه ته ورتیرلمسی حضرت امام حسین اودنبوی خاندان دګڼ شمیرښځو،ماشومانو، سپین زیرواوځوانانوډلئیزشهادت دی.
که څه هم دمشرامام حسن رضی الله شهادت له دې ورځې سره تړاوپه دی نه لری چې هغه تردې وړاندې و، خوډیربه بی تړاوه هم نه وی ، ځکه دچاله لوری چې امام حسین په شهادت رسیدلی دهماغه کس له لوری دامام حسن رضی الله عنه دشهادت دسیسه هم جوړه شوی ده .
دمبارکوامامانودشهادت بشپړه کیسه دیره اوږده ده چې ډیراړخونه باید پکښی وڅیړل شی اوپوهانوورباندی بشپړکتابونه کښلی دی ، خوزه یوازی په دی هیله چې دامبارکه ورځ موتجلیل کړی اوڅه ناڅه مویی حق اداکړی وی یوڅغلندکاته ورته کوم اوداوس لپاره ډیرڅه ورباندی نه کاږم.
اتکل خوداسی وچې دحضرت معاویه رضی الله عنه ترمړینی وروسته به دخلافت چارې بیرته نبوی خاندان ته سپارل کیږی خودتمی خلاف حضرت معاویه رضی الله عنه دخپل څکندن پرمهال خپل څایناستی خپل زوی یزیدبن معاویه وټاکه ، یزیدبه دی پوه وچې دامام اکبرحضرت حسن اوامام حسین به شتون کې له ده سره دومره وړتیانسته چې داسلامی خلافت واګی په لاس کی واخلی اوټول مسلمانان چې مشرانوصحابه ووهم پکښی شتون درلودپرځان لاټول کړی اوپه غوی دی خپل مشرتوب ومنی ، ځکه داسلامی خلافت لپاره یوداسی چاته اړتیاوه چې دپوره پوهی ، تدبیر، تقوی اوبشپړی سپیڅلتیاڅښتن وی ، دیزیدتیرې بیوګرافۍ هم داغوښتنه نه کوله چې دی دې داسلامی خلافت واګی په لاس کې ولری ، یزیددخپل سلطنت تلپاتی والی یوازی اویوازی په دی کی لیده ، چې حضرات امامان له مخه لیری کړی ترڅویوبلامنازع حکومت ، چې له هررازسیاسی مخالفتونوڅخه په امن کی وی ولری، اودې موخۍ ته درسیدولولپاره یوازینۍ لاره دلوی امام حضرت حسن رضی الله شهادت و، یزیدددې کارلپاره یوه بدبخته ښځه استخدام کړه چې دهغې له لاری یی په حضرت امام باندې زهروچښل اوجضرت امام دشهادت جام نوش کړاودخپل ګران نیکه هادی عالم صلی الله علیه وسلم دوصال په لوری روان شو، انالله واناالیه راجعون، دادپینځوسم سپوږمیزکال دمحرالحرام میاشتې پینځمه نیټه وه ، کله چې ځرګنده شوه چې دمشرامام حسن رضی الله عنه شهادت دیزیدله لوری پلان سوی ونوامام حسین رضی الله په دی پوه شو چې دیزیددښمنی یوازی له مشرامام سره نه ، بلکی له ټونبوی خاندانسره ده ، نوځکه یی نوردځان اوکورنۍ لپاره مدینه منوره داستوګنځی په توګه غوره ونه بلله اوتکل یی وکړچې مکی مکرمی ته ولاړشی، ځکه مکرمه مکه دبنوهاشم اصلی ټاټبی بلل کیده اوهلته یی خپل خپلوان اودوستان دمدینی منورۍ په پءتله ډیروو، اوبل داچی دمکی مکرمی والی عبدالله بن زبیرهم دیزیدلاسپوڅی نه و، بکلۍ هغه له هاشم خاندان سره اړیکی لرلی ، دامام حسین رضی الله عنه ددی تکل له پوهیدوسره سمدستی دمکی اوسیدونکودحضرت امام تودهرکلی وکړاودهررازمرستی ژمنه یی ورسره وکړه ، له بلې خواچې کوفه والوفکروکړحضرت امام دمکی په فکرکی دی اوهلته یی اوسیدل دوی خپلوځانونوته خطرګاڼه ځکه له دوی سره داویره وه چې هلته به حضرت امام دیزیدی دولت په خلاف ځان ته مرکزجوړکړی اوبیابه نوله امام سره مقابله کول خوراستونزمنه شی ، ددې لپاهر چې حضرت امام دمکی پرځای عراق ته ستوکړی ترڅوددوی ترلاس لاندی شی نودنبوی خاندان دنیژدی خواخوږوپه توګه یی په لاندی مضمون سره امام حسین ته لیک ولیږه :
نوربیا....