ځواني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52287
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2012-11-25

 

 

 

ځوانۍ راغلې یې خو زه مي پر زړه

ستا هرکلي ته هیڅ هم نه لرمه

 

نه خندېدلای،  مستېدلای سمه

نه پاڅېدلای ، رقصېدلای سمه

نه مي شراب، نه مي پیاله غوښتې ده

نه باندي شونډي ایښوولای سمه

نه مي د یار پر اوږه سر ایښی دی

نه پر ځنګون ویده کېدلای سمه

نه مي په سرکي د نشو لمبه ده

نه دي په رګ رګ کي پاللای سمه

 

ځوانۍ راغلې یې خو زه مي پر زړه

ستا هرکلي ته هیڅ هم نه لرمه

 

ځوانۍ حالات ستا د ستایلونه دي

دا توري ورځي د لیدلو نه دي

د ګلو پاڼي په اغزیو سورۍ

دا د نسیم د لوبېدلو نه دي

زړونه خلق سوي دي د عشق دپاره

پر چا د ځان الوزولو نه دي

نازکوشونډو ته نازکي غاړي

د پرې کولو څیرولو نه دي

خو ستا کلونه په همدې کي اوړي

د تمېدلو بیا راتللو نه دي

 

ځوانۍ راغلې یې خو زه مي پر زړه

ستا هرکلي ته هیڅ هم نه لرمه

 

حالات چي سم وله موږ واړه نه وو

زما ځوانۍ ! زه و ته دواړه نه وو

نه ته وې پېغل او نه زه زلمی وم

زه و ته یو د بل تر غاړه نه وو

هیواد به دغه وو، ولس هم دغه

موږ به د غم پر دغه شاړه نه وو

پر مستقبل به مو هم شکر کښلای

چي ګورستان مو دا ویجاړه نه وو

یا مو وجود وای د بازانو خوراک

روان د مار تر زهري داړه نه وو

 

ځوانۍ راغلې یې خو زه مي پر زړه

ستا هرکلي ته هیڅ هم نه لرمه

 

ځوانۍ درواخله ستا یاغي خیالونه

ریشتیا کېدلای نه سي داخوبونه

زه ستاخلاف مبارزې ته ولاړ

زه راموم احساساتي سرونه

دلته هوس قربانول دي پکار

چي په درمان سي د بشر دردونه

ځوانۍ پر دې دونیا د خدای په امان

پربل جهان به شرنګوو جامونه

زه به د وخت پر مځکه تخم ښخ سم

حاصل به راوړمه رنګین وختونه

 

ځوانۍ راغلې یې خو زه مي پر زړه

ستا هرکلي ته هیڅ هم نه لرمه.