هريوزړ ه چي درد په وير دکربلاکه منور دي خدائ په دين اوپه دنياکه (۱):چي له ميني دحسينه بهره مندوي هغه زړونه نن هم وير اوهم ژړا که (۲):کربلا دهداياتو پوهنتون دئ هرغافل ددغه درس به ځان رسوا که (۳):هرسړي چي ايماندار وي دا به وايي هریزید اویزیدان دي خدائ تباه که (۴):نن هم بيا دیزیدانو شورماشور دئ خدائ دي بيا موږته حسين راپيداکه (۵):اوس هم ډېردیزیدانوثناخوان دی خدائ دي تنګه پردوئ دا ارض و سماکه (۶):چي پرکومه لار کاروان دکربلاتلَيْ هغه لار دځان دپاره مقتداکه (۶):په قيامت چي را حاضرسو شاه حسينه! ابوالفضل هم غلام ستاددرګاه که |