Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
غزل
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52327محمد الله تبسمدخبریدو نیټه : 2012-11-29زندګي مې د ګردو لاندې پرته ده
خپله ساه مې له پښو لاندې پرته ده
په پنځو څهرو مې مخې ته ولاړ دی
لا شپږمه یې تیارو لاندې پرته ده
دلته پلونه په دې لاره پراته نه دي
دلته لاره ددی پلو لاندې پرته ده
شاه سعوده* زه همدې نه په عذاب یم
چې ښکلا مې له لیمو لاندې پرته ده
اوس هم خلک د رڼا په محتاجه نه دي
سپرغۍ اوس هم د ایرو لاندې پرته ده
تبسم ځکه د شپې تز څنګه اوسي
ورځ تر اوسه حادثو لاندې پرته ده
*شاه سعود مي روحي ملگری دی