غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52330
جمال ناصر اصولي
دخبریدو نیټه : 2012-11-29

 
هغه لاندې صحرا ګوره په هغه وچې مې کور دی
هر بورا یې خاورې شوی هر ګلاب باندې سور اور دی

هر ملا فتوي د مرګ کا چې د ورور دی کافر شوی
هر خادم یې جلاد شوی هر قاضي په زړګي تور دی

هر زلمي لاس کې ټوپک دی هر صوفي لاس کې رسۍ ده
هرماشوم په خوله کنځا ده د سپینګیري لاس کې اور دی

هر عزیز یې مکناټن دی یا خوشال دی اورنګزیب ته
بیا بابا دی پاڼيپت کې چې لیدلی ښه ورور دی

د هیلیو ویالې وچې د ملیار لاسونه پرې دي
د میرویس مزار ړنګ دی د بابا په جنډو چور دی

د ملالې ټپې نشته د ایوب لښکرې ورکې
د احمد وږی خرڅ شوی د صابر لاسوی ګور دی

بیا زما په پلازمېنه پیښور کې مهاجر یې
پنجاپی د نیکه شوی مشره دومره د غرور دی

شمله ور مې ټپي شوی پوهنتون مې وړکتون دی
اصولي مې بې اصوله اصولیت راته تربور دی