داسې مست دې کړم په بداوښه کې نه یم
نور جانانه ستا په ته اوزه کې نه یم
هسې عشق مې دنظر مهارشلولی
کنه یاره دومره بد په زړه کې نه یم
دخپل فکر خپلواکې مې سرمایه ده
نوردمرګ اود ژوندون جګړه کې نه یم
ګرددپښودې یم لا بار په اسویلویم
پرېوتلی دې دتلو په پله کې نه یم
څه که موړپښتونولۍ په خیټه نه کړم
ولاړ کړی يې دچا په وره کې نه یم
وې که یارلاړزه خویم؛ماوې ته څوک يې
وې اروايې یم د تن جامه کې نه یم
چې دسولې اوجنګونو تجارت کړي
شکرخدایه دهغوی کاله کې نه یم
نوري لاري مې ستا زړه ته پیدا کړي
نور دې یاره ډیر په هواو نه کې نه یم
کوم کمبخته بیادشک په رنځ اخته کړې
لکه خوند چې دې اوس بیاپه خوله کې نه یم
لاس به دروړم خو دنورو به درپام شي
کنه زه د پارسايي کیسه کې نه یم
چی هرشی راته کوچنی کوچنی ښکاره شي
اوس (حسنه) دځوانۍ په غره کې نه یم