زړه می په چیغو چیغو ژاړی ذلان لاړو د شادو نه خوږ یو ښه انسان لاړو په تنکی ځوانی کی دی خدایه یوړو رانه هغه ښایسته شهزاده ښکلی ځوان لاړو په هر کور کی دی ماتم هر کس دی په ژړا د ټولو خلکو شیرین او خوږ جنان لاړو سترګو نه می اوښکی توییږی ، زړه نه می وینی داسی ښکاری لکه رانه خپل ځان لاړو ټوله دنیا حق حیرانه او پریشانه دی داسی بی وخته او ناګهان لاړو زړه می چوی چی ته رایاد شی زما د وجود حصه او د هنګو خان لاړو احمده ژوند اوس به تیریږی څنګه زما زړه، ځیګر او چشما ن لاړو |