اربکیان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52428
حسان شیلګری
دخبریدو نیټه : 2012-12-06


راشئ وګورئ بازار داربکیانو
ځان خبر کړئ په کردار داربکیانو
ماوراء له انسانیت نه بل عالم دی
که دولیدو روزګار داربکیانو
شرافت ننګ او غیرت حیا اوشرم
ټول ناچله دي په ښار داربکیانو
د اولس لوفر لوچک داړه ماران ټول
اربکي دي یا همکار داربکیانو
زموږ کلي کې اوس چرګې نه ورکیږي
غله ټول ګډ شول په کتار داربکیانو
کنډوالو کې اوس دبنګ ډډوزې نشته
چرسیان واړه شول په کار داربکیانو
کرک باز که کوتر باز که بچه باز وو
ټول پېیلي اوس په تار داربکیانو
خدای خبیث طیب عجب سره جلا کړل
پاک زموږ شول او مردار داربکیانو
اربک څه دي دکافر شکیرلي سپي دي
دغرب لاس کې دی اختیار داربکیانو
دوی لومړی هم دکافر دبګۍ خره وو
خو بیانوم شو جنګسالار داربکیانو
بیا ډیر وخت خسي کول ددوی روان وو
په ډاياک او ډي ډي آر داربکیانو
اوس چې سخته په کافر په جنګ کې راغله
دادی بیا شولو اوس وار داربکیانو
ډیره ښه شوه چې اولس ترې تصفیه شو
له هرچا جلا شوه لار داربکیانو
پخوا پټ وو پیژندل یې خورا ګران وو
اوس شول پرې واړه استار داربکیانو
قلمي که ټوپکي دي ټول بربنډ شول
خدای ښکاره کړل ټول اسرار داربکیانو
ځیني جوړي دي پوستې دکلي خوا کې
لوټ ګډ شوی په دیار داربکیانو
دمیړانې ننګ او جنګ خلک هیڅ نه دي
په تش لاس اولس دی وار داربکیانو
په يوه ټک دپوستې په کنډو اوړي
مالیدلی دی رفتار داربکیانو
کار یې غلا ، لوټ او داړه یا بي پتي ده
چور تالان دی لوی شعار داربکیانو
نه په باغ نه په دوکان باندې سرپه کړي
پالیز لاش شي په لوټمار داربکیانو
که پیسې یې وي دچرسو ورتمامې
بیادې خدای ساته له ښکار داربکیانو
د زرداد ، قلم ، چمن کرغیړن دور
تکراریږي په تکرار داربکیانو
بیا هماغه پاټکونه او پوستي دي
په هرګام په هره لار داربکیانو
درسول ، عبدل چریک دور بیا راغی
په کندز او په مزار داربکیانو
بیا به په سپږې په پیسو باندې خرڅيږي
وي به ګرم کاروبار داربکیانو
د انسان په بڼه سپي لارو ته وتي
خلک داړي داړه مار داربکیانو
پلار عاق کړي او د مور ازار وهلي
ظاهر نشته مور او پلار داربکیانو
نه نسب نه یي نسبت چاته معلوم دی
لوی کافر دی لوی بادار داربکیانو
مسلح یې کړل او بیا یي په ولس کې
ورپه ملا کړلو مهار داربکیانو
دتش لاسو افغانانو دې خدای مل شي
ازاريږي په ازار داربکیانو
ځیني نور چې قلمي اربک یي بولي
په قلم کړي کار روزګار داربکیانو
کار یې نشته بې له دې چې چیرته پټ کړي
خاورې توی کړی په شوبار داربکیانو
مرتبه کې دوی خسیس دي له ها نورو
ځکه دوی دي چوپړمار داربکیانو
بې حیا ، بي مروته ، بې عزته
په تندي ګرځوي عار داربکیانو
بل کار نلري بې دې چې خدمت کاندي
په کردار او په ګفتار داربکیانو
لاهو شوي دحالاتو په توپان کې
لاس یې تم په خس او خار داربکیانو
د وډکا او د ویسکي خمار وهلي
اوس نازیږي په سیګار داربکیانو
د شرق ، غرب بدذات رټلي پرکټیان دي
اوس دي پاته انتظار داربکیانو
چې په سکډ ، کلسټر او کروز یې څه ونه کړل
څه به وکړي په بوڼهار داربکیانو
عبث بوخت دي دمردارې په ستایلو
په توصیف او په تذکار داربکیانو
که هرڅو نوم دپاڅون ورباندې کیږدي
نه سپینیږي تور حمار داربکیانو
خو چې وایي سپی دسپي په ننګه پاڅي
دوی هم غاپي په غپهار داربکیانو
دا غوړ مخي ، ملخ سترګي پت فروشه
په قلم کړي کاروبار داربکیانو
اربکي یې په پتمنو خویندو بلوسي
دوی لګیا په استطهار داربکیانو
نه له خلکو نه له خدای څخه شرمیږي
ملاتړ کوي په جار داربکیانو
دکندز دبې دفاع کم عمره لوڼو
په ځای دوی وای کاش دوڅار داربکیانو
له الله مې ورته غوښتي هغه ورځ ده
چې شي خپله ګرفتار داربکیانو
پاړوګر اخر هم مري دمار له لاسه
پای به دوی هم چیچي مار داربکیانو
دحسان قلمه آفرین په تاشه
چې بیان دې کړو کړچار داربکیانو