له هغې شېبې چي ستا څخه جلا یم
د غمونو، د دردونو ساندي وایم
د پردي وطن ګلونه هم پردي دي
زه د خپل وطن ګلونو ته بورا یم
زه چي ستا په هېرولو قادر نه وم
زه هغه یم، هغه زه وم اوس هم دا یم
ته مي تن یې زه دي زړه یم دواړه پوه سو
چي یواځي بې مانا یې بې مانا یم
ځان را اخلمه پر ځان یې ویلومه
لکه شم په خپلو غوښو باندي پایم
د ژړا په الاهو به ارام نه سم
زه د خوب څخه ایستلی دې ژړا یم
د الهام فرښتې هم راڅخه تښتي
د خیالونو مرګ ته سخت سرپه سودا یم
که مي شونډي د فراق بادو چاودلي
ته مي یاد یې تا د زړه په رپا ستایم.