د قرغی پرلاره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52520
احمدجان نوزادی
دخبریدو نیټه : 2012-12-13


  

غټه اوښکه مرغلره
رنګ اولوتی څیره ژیړ ه
د سړک خواکی ماشوم ؤ
جامی څیری رنګ الوتی
د ډیر لیری نه راغلی
پردی ښارکی مسافر ؤ
ګیډه وږی یخ نیولی
مخ خیرن سریی ببرؤ
نه یی کورؤ، نه یی کلی

موریی مړه په بمباری کی
پلاری یی ځانمرګی وژلی
د ډوډی په تمه تمه
و لوی ښارته راوتلی
کله ګاډی ته نژدی شی
لاس کړی اوږد ورته مسکی شی
خو منفی ځواب چی واوری
بیا ناهیلی شی پردی شی

کله باد څپیړه ورکړی
بیا شی پټ ددیوال خواته
نه یی کور شته نه یی کلی
پناه یوشی لوی الله ته
په لمن کړی پوزه پاکه
دواړه لاس لاندی تر تخر کړی
بیا په خپله وړه ژبه
پټ څه ووایی غر غری کړی

هرڅوک خپل په لاره درومی
که ملا دی که امی دی
که مسؤل یا مکتبی دی
کمونست دی که خلقی دی
مجاهدی که پرچمی ده
یا طالب دی یا فوځی دی
هیڅ یو نه ورته تمیږی
د چا زړه نه پی خوږیږی

بشریت او اسلام څه سو
د محمد ص په شریعت کی
د تنکیو مقام څه شو
یا ددی ماشوم په وړاندی
د نظام مسؤلیت څه شو

زه د لاری لاروی یم
بس د لیری ننداره کړم
دماشوم هر حرکت ته
غواړم خپل ځان صدقه کړم
غواړم چیغی کړم ناری کړم
ټول جهان په دی خبر کړم
دی ماشوم سره یو ځای شم
پردی ځمکه جوړ محشر کړم
غواړم ووایم په چیغو
اخر دا هم د چا خپل دی
د جګړی ناتار ځپلی
دیوچا دزړګی سر دی
دا ددی وطن بچی دی
د افغان د وجود زړه دی
دا وطن په دوی اباد دی
نن که ووړ دی سبا نه دی

نوزادی قلم را اخله د ژړاد کاروان سر شه
دی بی وزلو پرګنو ته داسی ګرم لمرشه
دی بی وزلو پرګنو ته د ژوندون ترانی لیکه
ددوی اوښکواو دردوته د سبا حماسی لیکه