دیار غم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52546
نوریه وهاب
دخبریدو نیټه : 2012-12-15

چی هره ورځ درپسی ونه ژاړم
ما ته داخپل ځان ګناهګار ښکاریږی
چی هر ساعت درپسی ژا ړمه زه
ما ته بیا دا کار د ثواب ښکاریږی

((( ««»» )))
بیګاه  می بیا شپه پری شبګیره کړله
چی له د وکو نه یی خبره شومه
خدای سته  چی کله به می هیرشی که نه
خوپه یادوباندی یی ستړی شومه

(((««»»)))

د  نړی بل سرته خو ولاړم درنه
لا دی له غم څخه بی غمه نسوم
اخیربه دا دنیا درپریږد م ګرانه
 او زه به بل جهان ته واړه سمه

(((««»»)))
په ښکلو سترګوکښی د څومره زور ده
زه یی سیده ده زړه په سر و ویستم
ما و یل چی زخم ته ملهم پیدا کړم
بیا یی دو هم ځل په ځیګر و ویستم