ژوند!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52599
ادم خان سیرت
دخبریدو نیټه : 2012-12-20

                                                                         

ياره  ښه شوه چې له ځانه دې ازاد کــــړم

زه پوهيږم له ارمانه  دې ازاد کــــــــــړم

څنګه راغلم څنګه لاړمه ستا له ژونـــــــــده!

څه په ګرانه  څه  اسانه دې ازاد کــــــړم

درڼآ په تمه تمه وم درغلې ستــا تر وره

بې مشاله  بې  احسانه  دې  ازاد کـــــــړم

شپه ناوخته مې د سوي زړه حال در وړ

نا سپړلی ناويلی،بې درمانه دې ازاد کړم

په الهام دجدايي مې وه غزل غزل ليکلې

د زړه ماتوشاعرانوله کاروانه دې ازاد کړم

سيرت ستا انځور تراشلو ويده نه شو

اخ ځه  ښه شوه له  ايمانه  دې ازاد کړم

دليندۍ ۲۵ مه