بې خماره هم اکثر راباندې زانګي
ځي را ځي رانه خپل سر راباندې زانګي
له ازله مې قسمت کې را پرېوتې
تورې لاندې يم خطر راباندې زانګي
پښتون ټينګ شو غرونه ټينګ نه شول نړيږي
اوس ټالۍ وهي خيبر راباندې زانګي
د هغې دنيا عذاب سره شوم روږدی
چې بې سيوري شومه لمر راباندې زانګي
پر سينه به ځان اټک پورې راکاږم
الوتی نه شم وزر راباندې زانګي