غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52698
ډاکتر حسن
دخبریدو نیټه : 2012-12-27

 


تیارې بدلوي رنګ دسباون په بهانه
له مرګ سره لوبیږودژوندون په بهانه

راپاتي بله نه ده څه اسره په زندګۍ کې
ژوندي دخپل نصیب یودبدلون په بهانه

نورڅه که موله کوره کړي اغیارلمنې ټولې
ځنځیر به راکې پرېږدي دتړون په بهانه

خبرنه یم چې څه به مې حواس درنه ولجه کړي
راغلي ستا دسترګودلمسون په بهانه

هم ته یې په ایینه کې اوهم ته يې زما مخ ته
چې ګورم دې ککوته دمضمون په بهانه

خودکړوبه یې (حسنه) دغم پالوپه مالت کې
خندا لکه دګل دزړه چاودون په بهانه