غورځېدلي سپېرو خاورو کې امبار دي
ککرۍ مو لکه پاڼې د چنار دي
په ولا چې د الماس غوندې تک سپين يم
تهمتونه دي بس هسې پر ما بار دي
زه له ځانه اوس خپل ځان ته شکايت کړم
ټول زخمونه مې چېړلي خپل نګار دي
دا زما له رګو وينه څښکي مالياره
سره ګلونه چې لاهور کې لاله زار دي
چې به کله د اټک نه هم سر غوڅ کړي
دښمنان يې د وطن په ته انتظار دي