ځــــوانـه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52705
امانزی
دخبریدو نیټه : 2012-12-28

 

زه دي مــوریم جنګ ځپلې
یم له جنــګه ستړې شــوې
سیل د اوښکو مي بهــیږي
ګریوان څیري درد وهـــلې
غم کاروان راته جوړکـړی
پکښي زه یم ایســـار شـوې
کــلی کـور مـوویجاړشوی
مـوردي خــواره کـړیـــدلې
ځـــوان بچي رانـه بیلــیږي
هــــره ورځ یــم ژړیـــدلـې
دټـوپک لاره دي پـــریـږده
سـولـه جــوړه کـــړه غښتلې
د تعـلــیم ډیوه پـــرانیــــــزه
چي هـــرچـا تــه  ده  منــلې
لمن ټــــوله کــړه له غـــمه
زه یې ډیریــم  ځـــــورولـې
جنګ دي بس شي امانــــزیه
زموږ یې خاوره ده ســوځلې
 ناروي ۲۲مارچ ۲۰۱۲