کله غمونه داسي ډیر شي چي له شماره وځي
کله خپل ځان هم رانه هیرشي چي راغاړه وځي
ښکلي ځواني لري خو پلوري نن د سر په بیه
له نرخه نه وځي که وځي خلک له ښاره وځي
ستا لمرین مخ نه مي دزړه ستورو رڼا اخسته
چي له کمَره اوس پناه شوي له مداره وځي
دزړه ارمان مي رابهیږي نن له اوښکو سره
اه مي له زړه نه لکه سره دوینو داره وځي
سړي به واخلي کډه لاړ به شي له دي کلي نه
خو چیرته لاړشي کومه خوا دچا لپاره وځي
سترګي يي ځکه تکي سري دي نن له ډیري ژړا
داحمد یار نن ابدي له ننګرهاره وځي