اوس خو ګله تاپسې وير نه کوم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52758

دخبریدو نیټه : 2013-01-02


اوس خو ګله تاپسې وير نه کوم
اوس خو ستا له غم سره عادت يمه
اوس هم مينه ـ مينه عبادت ګڼم
اوس هم ستاسو چم نفرت ـ نفرت ګڼم
اوس هم ستا له ياد سره لوبېږمه
اوس هم ستا ليدو پسې مړکېږمه
مابه چې همدا درته ويل اشنا
نور د نفرتونو له کوڅو نه رابهر شه ته
تورو تورو شپو کې بس رڼا لکه د لمر شه ته
خو اشنا............
تابه ماپسې خندی کړ
وې دې، دې غريب ته ګوره
دا تسکين خو ليونی و
ما په مينه کې سړی کړ
هغه ستا ياران چې به اشنا ما رقيبان ګڼل
دا دنفرت خېلو زامن ما چې دښمنان ګڼل
دا دي ستا ملګري،خو دنيمې لارې وختل
دا دوی ياري وه ملګرتيا ته دې يې وکتل!
نو؛ګلابه د رحمان بابا وينا ته که غوږ غوږ شې
نوبه پوی شې
نو به پوی شې
څه د پند او نصيحت خبريې کړې
څومره لوړه د عظمت خبر يې کړې

((هر سړی ترخپل مطلبه پورې يار دی  ـ  ما د خدای ج لپاره يار ليدلی نه دی))
۱۳۹۱/۹/۱۸
پکتيا ـ اتفاق مېنه
فريد احمد تسکين