مريض يم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52816
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-01-05

 
روغ به نه شم په دوا زه سخت مريض يم
را ته وکړه ښه دعا زه سخت مريض يم
ستا فرياد را نه زړه وخوړو تمام شو
بس دی مه کوه ژړا زه سخت مريض يم
چې تر څو پورې ټوپک وينم وطن کې
درد به ښه نه شي زما زه سخت مريض يم
چې تور غر مې لکه لال پر وينو سور دی
غم نه مرمه تر سبا زه سخت مريض يم
زړه مې ټک چوي چې يو ګل دلته رژيږي
په رښتيا وايم ولا زه سخت مريض يم
که يو ځل مې په اټک سترګې خوږې شوې
وه به نه وايمه بيا زه سخت مريض يم