لــــه تانــــه لرې په پردی وطـــــن کـــــــې ګــران وطنه
زه چی راغــــلی یمه دلـــته یم پښـــــیمـــــــان وطنه
دا اول ځـــــل دی چــــی جـــــدا ګرځم لـــــــه تا وطنه
تل په ســـــوچونو او فـــکرونو شوم ســــــتومان وطنه
په غیـــږ کــــې دې له قدره بی خــــــــبره ګرځــــیدمه
ستا جـــــدایی کې راته اوس راځی ارمـــــــــان وطنه
مونږ ته معـلومه شوه رښتیا وطن د مور په شـان وي
ته می ژوندون یی ته می روح یی ته می ځان وطــنه
دانشــــیار ستا خدمــــت لپاره لاس په نــــام ولاړ دی
هم دی شــــعرونو کی ډیر ستایی ای افغــــــان وطنه