Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
غزل
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52897ادم خان سیرتدخبریدو نیټه : 2013-01-11
راشي چې صنم ساه مې دریږي
نه وي چې دغم ساه مــــــې دریږي
داحالت دمینې به وي کوم حالت؟
نه کړي چې ستم ساه مې دریږي
زه اوته ددې داستان یوبل تفسیر
راچي شي یودم ساه مې دریږي
ای دزماني شیخانو بس کړي نور
اچوۍ چې دم ساه مې دریږي
دومره انتظار او دومره ډیر کتل
... ښکلونشئ تم ساه مې دریږي
ای سیرته! صبرپه تاڅه وشول
اړوه دې، خم ساه مې دریـــــــږي
دمرغومي ۲۱ مه