د هجر شپې بېرته په شا راغلې راوګرځېدې
د سيند څپې بېرته په شا راغلې راوګرځېدې
سپينو اوبو نه لوګي پورته شول چې څه چل وشو
زاڼې خو تلې بېرته په شا راغلې راوګرځېدې
يوازې زه وم انګازې مې د خپل غږ واورېدې
زما له خولې بېرته په شا راغلې راوګرځېدې
ما مې سينه کباب کباب کړه ته مې پټ کړې زړه کې
د اور لمبې بېر ته په شا راغلې راوګرځېدې
ما ويلې ځو خو دغه لاره له ازغو ډکه ده
ته رېږدېدې بېرته په شا راغلې راوګرځېدې
ما په خندا توره راويسته د ښامار په مخ کې
ته ژړېدې بېرته په شا راغلې راوګرځېدې
زه خو پرې تېر شوم بلاګانو مې همت ستايلو
خو قافلې بېرته په شا راغلې راوګرځېدې
لښکرې ماتې شوې اټک ورته سر ټيټ نه کړلو
پرله پسې بېرته په شا راغلې راوګرځېدې