ټیټ مې شواخیرنظر په اوښکوکې
عشق ېې کړل لانده وزرپه اوښکوکې
ستا کنګل دقهر ویلوی نه شي
ورک مې شوهغه اثرپه اوښکوکې
ما چې ورته وکتل دې وژړل
سوړيې کړپه چل شررپه اوښکوکې
نه نیسي باران کې چاک دیوال خټه
ځنګه کړم کوشیرپرهرپه اوښکوکې
مه راځه ژړا کې دجانان خیاله
ډیردی دلویدوخطرپه اوښکوکې
ستادغم تصویريې چې جوړکړی وای
کاشکې مې وای داهنرپه اوښکوکې
ورځ په دروغجنه مسکا تیره کړم
پاڅم لکه ګل سحر په اوښکوکې
خدایزده څه نسبت يې دی له کب سره
ژوندشود(حسن) سفرپه اوښکوکې