ګران هیواد می راته وویلی سلګو کې
ټول ټټرمې شو سوری سوری ګولو کې
هربچی می رانه درومي یو په بله
لمسوي یي یواوبل خپلو حجرو کې..
ډیر بی رحمه ظالمان دي نه شرمیږي
سوځوي می هر یو چم په سرولمبوکی
خوشحالي یي يو پردوه شي چی يي ګوري
چی بچیان مې کله رغړي وینوسرو کې
دا دوستان نه دښمنان دی که پري پوه شی
درکوي زهر دشاتو په کاسو کی
سوچ او فکر ورته وکړی څه روان دي!
ټول افغان یی دی ویشلی په نقشوکی
داهیواد دافغانانو پیوند غواړي..
صابري که ته پوه شوی یی بیتوکی.
۱۳۸۷ ننګرهارپوهنتون