دانړۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52993
نورالله غازي يار
دخبریدو نیټه : 2013-01-16

 

زه لکه شين خال خدای دنړۍ پر تندي کېښودم
څومره په کمال خدای دنړۍ پرتندي کېښودم

تل مې دڅيښتن سجدې ته اړه دا نړۍ کړې
ماکه په ګردونو باندې خړه دانړۍ کړې

دانړۍ شيشکه شوه نوکارې يې اوږدې کړلې
ټولې دلاس ګوتې يې زما په وينو سرې کړلې

غواړي دا نړۍ چې دغه خال ورک له تندي نه کړي
دازورور داغ هميشه پاک له خپل زړګي نه کړي

اوس ها شينکی خال نه يم اوس زخم يم خوږېږمه
څړيکي څړيکي خپور شوم دنړۍ تن کې تېرېږمه

زه که تک سور زخم شوم نړۍ مې هم دردمنه کړه
داد دردو څړيکه مې ټول تن ته وردننه کړه

دانړۍ که پاتې ددې زخم تداوۍ کې شي
ډېر ژر به اخته دسرطان په ناروغۍ کې شي

زه د ورکېدو نه يم که تن مې لاړ تر اوره شي
ورک به شم،خو دانړۍ چې پړمخې نسکوره شي