غزل:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53020
ادم خان سیرت
دخبریدو نیټه : 2013-01-18

 

یار رانه  په تلو کې اوس تلوار کوي

زړه مې  دا چمونه څو څو وار کــوي

ماترینه نړۍ دښکلو ځارکـــــــــړله

دامې تشې غیږې نه انکار کــــوي

داکیسه به څنګه شي؟ تمامه شي

تش دیدن کې هم رانه اوس ډار کوي

څه  به شي او سنګه یې نور وپــــــالم

ښکلي رانه هرځای کې اوس لار کوي

آی سیرته! پریږده چې یوازې شــي

یار مې بس دتلو خبر  په جار  کوي

سیرت دمرغومي۲۹ مه