زاڼې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53025
سید منتظرشاه
دخبریدو نیټه : 2013-01-18

  د يو ښکلي سين ترغاړې
د جانان کيږدۍ ولاړې
په ډالۍ کې رانه غواړي
زما زرغونې سترګې دواړې
د سپوږمۍ ترسيوري لاندې
يو دوه هيلې تاندې واندې
څو تبجنې شيبې شميري
د بيلتون پر دښتې شاړې
يو څوستورو لا غوږ ايښی
زما د مات رباب کيسې ته
يو ادم سترګي په لار دی
چې يو شپه درخو رانغاړې
دلته جوش دی بټ خوټيږي
سرنه سر په کې ويشيږي
هلته هسک اسمان ويده دی
دلته تاندې کونډې واړې
هلته پاس ستوري اتڼ کا
چې سپوږمۍ راځي ګودر ته
دلته تاندې سپوږۍ مړې دي
وخته څه له موږه غواړې
هلته ټول پيروني مست دی
هلته ټوله خپلواکي ده
دلته چوپ ولس روان دی
ځه په څه بلا به واوړې
هلته دټولو مخ ته يو دی
لکه مخکې يې يوه زاڼې
دلته ټول يو مخکې کړي
ځکه ټولې کيسی لواړې
هلته ميني کرل کيږي
هلته زړونه اباديږي
دلته وينې مينی چور شوی
هه درنې خبرې ولاړې
دلته ټوله بلواکي ده
دلته ټوله بيګاړي ده
خيردی ،خير دې شه وطنه
ته په څه غمو لتاړې
ټول که ستوري شئ رڼاشئ
د تيارو دغم دوا شئ
شئ يوموټی يو امساشئ
هرمورچل کې به يوکاړې
سيدمنتظرشاه
جلالکوټ
۱۳۸۲