اول
په هر ځای کی چه پیسی وی زه هغه ته وفا داریــــم
نه می چا سره اخلاص شته زه مخلص د پیسه داریم
دا ټــیټ او خم چه کــــیږم صرف پیــــسوته انتظاریم
غــوړه ماله پیـــــدا ګیریم دا کار پـــه رشتـــیا کــــړم
پیسو په هر میدان کی په نڅا کړم
خیټی تا تباه کړم خیټی تا تباه کرم
دا ټــوله شپه چــورتـــونه و پــــیسو ته ږدم دامـونه
چه صبح دم شی پر ما غم شی په پښو کړمه بوټونه
ګرچه کار د بی ننګۍ دی زه در مخ کړم اخلاصونه
پیسه ښه ده ولس څه کړم ستار ټولوته رســـواکړم
پیسو په هر میدان کی په نڅا کړم
خیټی تا تباه کړم خیټی تا تباه کرم
د مخ پوست می څرمن سو په هیڅ شرم نه شرمیږم
ګرچه سوال هم جائز نه دۍ خوزه نه ورته دریـــږم
پــــیسه د هــر چا خوښه زه بیا ډیر ورته تپــیږم
په هر فساد چه را رسیږی خورا تیز ورالا کــړم
پیسو په هر میدان کی په نڅا کړم
خیټی تا تباه کړم خیټی تا تباه کرم
دا لو بـــلا پـــیسه ده چه را مـخ تــــی بد بختی کړه
خـــتمه ئي دوستي ؤاشــنائي او ورور ولــــي كړه
په هر لور چه نظر کړو موږ ته ئي جوړه بــــربادی کړه
حلال او كه حرام وي زه ئي غواړم په جوړه به کلا کړم
پیسو په هر میدان کی په نڅا کړم
خیټی تا تباه کړم خیټی تا تباه کرم
دوهم
وائی ته عــــجب سړی ئي چـــیری ښــه هلته دی شپه
دا وران وطن نو څه کړو بل ځای هر څه موجود شته
پخوا مو نوڅـــه ژوند ؤ په چــورچل سره پیسی پيدا کـــوه
زه ئی کله د سیاسی یا د قومی یا د کارپوه په نوم پیدا کړم
پیسو په هر میدان کی په نڅا کړم
خیټی تا تباه کړم خیټی تا تباه کرم
هــم چه پرسر د اقــتدار وي د هــــغوي اخلم نومــونه
په الـــفاظـو او الـــقابو كـــي ئـــــــي ستايم مقامـــونه
نــوبــيا وايــم چه تــرنـــوروزمـــا ډیــــر کـــوی قــــدرونه
په دغـو لفاظيو چا لــبازيو پر خـــلكو ځـــــان بــــالا کــــړم
پیسو په هر میدان کی په نڅا کړم
خیټی تا تباه کړم خیټی تا تباه کرم
وروســــته وروســـــته نو بيا خـــــلګ شی راپـــوه
چه صرف د پــيسو زوۍ او معلومداره دۍ ناپــــوه
وائـــي چــه لـــفاظ دســـيسه بـــازدۍ ملګرتیائې په لوټو
دا حــــقيقت پــــيسه لــــرم قدر مي ولاړ قهار رسوا کړم
پیسو په هر میدان کی په نڅا کړم
خیټی تا تباه کړم خیټی تا تباه کرم
فائــق مي كـــړی باداره چــــــــه خادم شــــم د افـــغان
اعتدال مي په نـــــصیب کــــړی په هر آن او هر زمان
همیشه د ګران وطن قراری غواړم په قدرت د رب مــــنان
زه " دوست " د الله غواړم د بد و څخه امان هم التجا کړم
پیسو په هر میدان کی په نڅا کړم
خیټی تا تباه کړم خیټی تا تباه کړم