قضاوت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53254
حسیب الله نوری
دخبریدو نیټه : 2013-01-31

 

له هغه تلیفونې تماس وروسته چې د یوه جراجې عملیات خبر یې ورکولو ډاکتر په بیړه سره د روغتون په لور وخوځیدو ... بې له فاصلې یې خپلې جامې بدلې کړي د جراحی څانګې ته داخل شو ...

د هلک پلار یې ولید چې د دهلیز په منځ کې کله یوه خوا او کله بله خوا ګرځي را ګرځې . د ډاکتر په لیدو سره د هلک پلار غال مغال جوړ کړ څنګه دومره نا وخته شوي ؟ ته نه پوهیږې زما د زوی ژوند په خطر کې دی؟
نه ته د مسئولیت احساس نه لرې؟...

ډاکتر موسکی شو او ویې ویل : بخښنه غواړم زه په روغتون کې نه وم ، له تلیفون نه وروسته مې زر تر زره ځان را ورسولو ... اوس هیله لرم چې تاسو آرام و اوسی ... تر څو زه وکولای شم کار وکړم ...

پلار په ډیره غوصه ځواب ورکړ : آرام و اوسم ؟! که ستاسو خپل زوی پداسې حال کې پدې اتاق کې وای ته به آرام وای؟ که ستا زوی همدا اوس مړ کیدای تا به څه کول ؟ ډاکتر بیا موسکی غوندې شو او ویې ویل : زه هغه ځواب چې په مقدس کتاب قران شریف کې ویل شوی دی تاته وایم ( له خاورو پیدا شوي یو او بیرته خاوروته ورځو ... شفا ورکوونکی یو د خدای ج د نومونو څخه دی ... ډاکتر نه شي کولای عمر زیات یا کم کړي ... ولاړ شه او له خدای ج نه ورته شفا وغواړه ... مونږ خپل کار د خدای ج په مرسته سره کوو .
پلار له ځانه سره وویل :( نورو ته نصیحت کول هغه وخت چې مونږ ددوی له حالته نه وو خبر آسانه دي)...

جراحی عملیاتو څو ساعتونه دوام وکړ ډاکتر د عملیات خونې څخه خوشحاله بیرون ته را ووت ... د خدای ج شکر دی زوی مو وژغورل شو...

او بیدون له دینه چې د هلک د پلار ځواب واوري له روغتون نه د وتلو په وخت کې یې وویل : که تاسو کوم سوال لری له نرس څخه یې پوښتلای شی

د هلک پلار څو لحظې وروسته نرس ولید او ویې ویل : دا څومره کبرجن ډاکتر دی ؟ نه یې شوای کولای یو څو دقیقې پاته شي تر څو ما د خپل زوی د وضعیت په هکله ترینه پوښتلې وای ؟
نرس پداسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهیدې وویل : زوی یې پرون په یوه ترافیکې پیښه کې مړ شو ... هغه وخت چې مونږ له ده سره ستا د زوی د جراحی عملیات په هکله تماس ونیو ، هغه د خپل زوی د جنازې په مراسمو کې ګډون درلود ... او اوس چې ده ستا زوی ته نجات ورکړ ... هغه په بیړه سره لدې ځایه ولاړ تر څو د خپل زوی خاوروته سپارلو کې ګډون وکړي