غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53283
روغوال
دخبریدو نیټه : 2013-02-03

 

نن می فکر ورونو داسي بی مجال دی
یو ساعت راته په مثل د یو کال دی

د یا قوت او زمرود غمي تری جار شه
ورنه ښکلي د لیلا د زني خال دی

اننګي یی سره انار د قندهار دی
خدای(ج) ورکړی ښاپیرۍ پشان جمال دی

د یوسف(ع) ښایست میراث کښی ورته پاتي
نوراني صورت ورکړی ذ والجلال دی

په یخ ژمي کښی خوله می پر مخ راغله
را خپور شوی می په زړه د میني جا ل دی

ما ویلی زړه می تا با ندی بیللي
دی ویلي زما او ستا منځ کښی د یوال دی

عنبري خوشبوی یی تلله د زلفانو
پري تړلی بند په بند زړه د (روغوال) دی

جلال اباد