زه یو غریب یو کلیوال شاعر یم
د غره شمال چې کله کلي ته را پېښه کړې
ما یې اثر لیدلی
ما د کنډو پر سر ولاړ هغه نښتر لیدلی
چې لکه ستنې نرۍ پاڼې یې شمال رپوي
د شمال خوی دادی همداسې کوي
د زیارتونو پر جنډو تړلی شال رپوي
که بې ښیښې ډیوه په لاس ورغله
نو خامخا یې وژني
خو په ګلدان کې څانګې څانګې ګلاب
شاعره تا نو خامخا لیدلی
لکه ماشوم پهلوان
د غره شمال ته هم په غېږه ورځي
کوږ وږ شي سر یې پښو ته ورسیږي
خو له پښو نه را غورځي
لېواله نن د ډیوه ګۍ پرځای ګلاب جوړ شه
چې له شمال سره پنجه ونیسې
شمال ته ژبه د وږمو ورکړه
منم چې درد به یې فریاد به یې زګېروی به یې نن
بیا هم زما په خاطر نذر د نغمو ورکړه
اخی شاعره ګله
نن ستا له زړه نه ستا د درد په قدمونو راځم
لکه دا نن چې ستا ادکه مړه ده
لس کاله وړاندې زما هم خوږه مورکه مړه ده
د مور مرګی د سړي ټول وجود په زړه واړوي
درد مجسم شي ځان په ښه تېره چاړه واړوي
د مور مرګی د ژوند تر ټولو زورور انقلاب
د خوشحالیو هر دیوال له سړي و نړوي
د ژوند پر ښکلي کورګي خړې اوبه واړوي
د مور مرګی د تاندې لښتې ګوزار
نېغه په زړه باندې تغمه جوړوي
زما د زړه تغمه تر ننه لا ټکوره نه ده
خو یوه خبره ده چې درد یې کم دی
رانه د لسو کالو هرې یوې شېبې اخیستی
ته هم شاعره پر شېبو باندې باور ولره
پر دې طبیبو پرښتو باندې باور ولره
زه ستا د زړه پر نوې تاندې تغمې
یو څو تودې تبجنې اوښکې شیندم
اوښکې مالګینې به وي
منم چې زخم ته دې سوی رسوي
منم چې تاته به زګېروی رسوي
شاعره پام راته ښېرا و نه کړې
زه مې د خپل زړه په کړکۍ کې ولاړ
تاته در ګورمه د درد په نظر
آخر شاعر یمه دا خپل فطرت ژړا راولي
ګوره شاعره درنه هېر به نه وي
هغه شېبه چې ته رنځور وې او فریاد دې کاوه
پر ځنګانه دې د مورکې باندې سر اېښی ؤ
خوله دې ترخه وه د انار یوه خوږه دانه دې
تر ستوني نه تېرېده
پر تا مورکې ، د جنت همدې خوږې پرښتې
څومره په مینه د ترخو شربتو غړپ وکړ
زما شاعر فطرت هم
لکه مورکه مهربان وګڼه
تاته که درد هم رسوي ته یې لقمان وګڼه
16-دلو-1391 کابل خیرخانه