نه مې پرېږدي خوب ته ټوله شپه غزل
اوسي راسره هره شېبه غزل
خوله د رقيب هم ورتهاوبه پرېږدي
اوري په پښتو کې چې خوږه غزل
تا چې ويل تا ته مې ليکلی ده
اوس به راته وايې هماغه غزل
زه ورته خندېږم هغه نه خاندي
نه پوهېږم ولې ده خپه غزل
توري راکوي راته دستا ښايست
مخ غوندې دې نه شوله کره غزل
سل کاله به نور هم اټک زوړ نه شي
سر نه را زلمی شي په تازه غزل