کاردهوش نه وومخموردرپسې راغلم
محبت دې کړم رنځوردرپسې راغلم
چې مې ستادمټ په دار ولیدې څڼې
زه تر شا لکه منصوردرپسې راغلم
ستا په مینه کې له شرکه ډاریدلم
له خپل ځانه شوم مفروردرپسې راغلم
د ماشوم غوندې مې زړه رینګې اخیستی
رانه پاتي شوغروردرپسې راغلم
ګوره سوال مې له خولې ونه وت جانانه
هومنم له شا ضروردرپسې راغلم
نورمې څومره ازمويې، چې تانارې کړې
ترغږ وړاندې لکه نوردرپسې راغلم
په پښتون غرورمې نه پوهیږي زړه دی
دې کورړنګي کړم مجبوردرپسې راغلم
د(حسن ) مرور شعره ،عشق به وکړم
ستاداشرط مې دی منظوردرپسې راغلم